طالبان د غزني ښار له اوسیدونکیو عشر ټولوي

(Last Updated On: August 12, 2017 4:54 pm)

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو سوداګرو ته په رااستول شویو لیکونو کې له هغوی د عشر په نوم پیسې غواړي او له دې لارې خپل جنګي ماشین روان ساتي.

طالبان له څو کلونو را هیسې د دې تر څنګ، چې د غزني لیرې پرتو کلیو او ولسوالیو کې عشر ټولوي، په وروستیو دوه کلونو کې د غزني ښار له سوداګرو او پلورونکیو یې هم راټولوي.

د غزني د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان فیض محمد طوفان وایي، طالبانو سوداګرو او کاروباریانو ته لیکونه استولي او سوداګر او کاروباریان هم له دې ویرې، چې زیان ور ونه رسیږي، طالبانو ته نه نشي ویلی او هغو سیمو ته پیسې وروړي، چې طالبان یې ورته په ګوته کوي.

ځینو سوداګرو د هویت د نه ښودلو پر شرط طالبانو ته د عشر په نوم پیسې ورکړي او وایي، د امنیت د خوندیتوب احساس نه لري؛ ځکه طالبانو ته پیسې ورکوي او حتا موتر سیکلونه ورته لیږي او د عشر نه ورکړه د ژوند د خطر په معنا ده.

د غزني والي کریم متین وایي، طالبان په زور پیسې او ډوډۍ تر لاسه کوي. سوداګرو ته دا عمل غلا، وېره او حق ورکول دي؛ ځکه که دا کار له خطره د ځان او خپلوانو  د ژغورلو لپاره کوي.              

مخکې له دې په کندوز ولایت کې د آریانا نیوز موندنو جوته کړې وه، چې طالبان د برښنا سم نیم عواید ټولوي او د جنګي تجهیزاتو په پېرودلو یې لګوي.

خبریال: احمد فرشاد صالح

About Ariana News

Check Also

په کابل کې دې د امریکا سفارت وتړل شي- د ننګرهار لاریونوال

(Last Updated On: December 10, 2017 7:22 pm) په ننګرهار کې سلګونه کسانو په کابل …