عاجل خبرونه

شاپور ځدراڼ له یوه مرګوني برید روغ رمټ وتلی

(Last Updated On: January 08, 2017 1:33 pm)

shapoor-zadran-of-afghanistan-celebrates

د افغانستان د کرکتملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ په داګه کړې،چې د شنبې ماښام کور ته پرلار یې پر موتربرید شوی؛خو له بریده روغ وتلی دی.

نوموړی زیاتوي؛په ګاډي کې یې ورسره ورور غمی ځدراڼ هم و، چې هغه هم ژوبل شوی نه دی.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا؛ پرهیچا شک نلري او له هیچا سره هم کومه شخصي ستونزه او دښمني نلري، چې دا ډول برید پرې وشي.

نوموړيله حکومت وغوښتل،چې د افغانستان د ملي لوبغاړیو امنیت ته جدي پام وکړي.

دا لومړی ځل دی،چې د افغانستان د کرکتد ملي لوبډلې پر یولوبغاړي دا ډول هڅه کیږي.

تراوسه د افغانستان کرکتبوردپه دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم د کابل پولیسو د دغه برید پخلی کړی دی. 

About Ariana News

Check Also

د قوم پالنې په اړه به د چارو ادارې اړوند سند وڅېړل شي- دواخان مینه پال

(Last Updated On: September 19, 2017 5:26 pm) ولسمشرۍ ماڼۍ وایي؛ د قوم پالنې په …