عاجل خبرونه

سپینه ماڼۍ دې افغانستان ته نور سرتېري هم واستوي- جولیبرمن

(Last Updated On: March 17, 2017 6:57 pm)

vlcsnap-2017-03-17-18h54m38s26

یو مخکښ امریکایي سناتور له سپینې ماڼۍ غواړي، چې افغانستان ته نور سرتېري هم واستول شي.

د افغانستان د ناامنیو تازه پېښې د دې سبب شوي او په امریکا کې دا غوښتنه ډېره مطرح شوې، چې دې هېواد ته دې باید نور سرتېري ولیږل شي.

سناتور جولیبرمن آریانا نیوز ته ویلي، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ د پراختیا لپاره باید افغانستان ته نور  امریکایي سرتېري ولیږل شي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ افغانستان ته نږدې یو او باید همداسې وي، ځکه د سپتمبر د یوولسمې له پېښې وروسته مونږ په دې هېواد کې اخته یو. افغانان له غروره ډک او شریف خلک دي او ښه ژوند غواړي. دا زمونږ غوښتنه هم ده؛ نو مونږ باور لرو، چې هلته باید پاتې شو. د جګړې په جبهه کې بندون شتون لري؛ خو زه له هغو کسانو یم، چې فکر کوو باید  سرتېري مو په افغانستان کې ډېر شي، چې وکړای شي له افغان ځواکونو ډېر ملاتړ وکړي.

دغه امریکایي سناتورله پاکستان هم غوښتنې لري؛ وایي، چې اسلام آباد نه شي کولی هم د امریکا متحد وي او هم له ترهګرو ډلو ملاتړ وکړي.

 هغه  له پاکستان غواړي، چې د مخالفینو په له منځه وړلو کې ډېر کار وکړي.

لیبرمن زیاتوي، د ولسمشر دونالد ترمپ پالیسي تر اوسه د افغانستان په تړاو روښانه نه ده؛ خو واشنګتن غواړي له افغانستان سره په څنګ کې ودریږي او نه غواړي، چې دا هېواد یواځې پریږدي.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې دونالد ترمپ په وروستیو کې یو اعشاریه یو میلیارد دالر افغانستان ته ځانګړې کړي او له کانګریس یې د دغو پیسې د تائید غوښتنه کړي، چې د داعش په وړاندې عملیاتو کې ترې ګټه واخیستل شي.

خبریاله : نذیره کریمي

About Ariana News

Check Also

نړیوال بانک: روان کال کې به افغانستان 2.6٪ اقتصادي وده ولري

(Last Updated On: November 22, 2017 7:52 pm)د سوداګرۍ خونې د نړیوال بانک  له وروستي …