رازق: د کندهار په بريد کې د پاکستان استخبارات لاس لري

(Last Updated On: January 11, 2017 7:10 pm)

vlcsnap-2017-01-11-19h02m26s101

د کندهار امنیه قومندان د پاکستان استخباراتي سازمان او حقاني شبکه د ولایت د مقام د مېلمستون د سې شنبې ورځې په برید کې په ښکېلتیا تورن کړل.

جنرال عبدالرازق وایي، چاودېدونکي توکي مېلمستون کې ځای پر ځای شوي وو او امنیتي ځواکونه له وړاندې پر دې قضیې خبر وو. دی وایي، د برید موخه د کندهار د پوځي شورا له منځه وړل و. له بلې خوا د ملي امنیت د شورا سلاکار د دغې پېښې د څېړلو له پاره د یوه پلاوي په مشري کندهار ته تللي دي.

د عربي متحده اماراتو سفیر او نور دیپلوماتان کندهار ته تللي وو څو د یوه روزنتون د بنسټ ډ‌بره کېږدي، خو د روزنتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته ماښام مهال د کندهار د ولایت د مقام په مېلمستون کې پرې چاودنه وشوه. رپوټونه وایي چې چاودېدونکي توکي د څوکیو لاندې اېښودل شوي وو، خو شپږ بجې او پنځه څلوېښت دقیقې وروسته له دې چې امنیه قومندان له دغې خونې ووت، وچاودېدل. په دې پېښه کې دوولس تنه ووژل شول او اتلس نور ټپیان شول.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق وايي: “دغه حمله د پاکستان د استخباراتو او حقاني شبکې له خوا څخه طرحه شوې وه، موږ له مخکې د دوی له پلان څخه خبر و، دوی غوښتل د کندهار نظامي شورا له منځه يوسي.”

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي: “د هغو اړيکو له مخې چې موږ له عربي اماراتو سره لرل، ژمنه مو وکړه چې دا پېښه او عاملين يې په جدي توګه وڅارو.”

په دې پېښه کې د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، په ولسي جرګه کې د جوزجان استازی بازمحمد جوزجاني، د فاریاب سناتور سراج الدین سفري، د عربي متحده اماراتو پنځه دیپلوماتان له افغان ژباړونکي اجمل قریشي په واشنګټن کې افغان دیپلومات یما قریشي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مېرمنې وراره او د کندهار د بهرنیو چارو د اداري رییس شاه احمد سعیدي ووژل شول. ټپیانو کې د کندهار والي همایون عزیزي، د عربي متحده اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي، د کندهار د والي د دفتر رییس احمدشکیب مجروح او د حامد کرزي د تره زوی هاشم کرزی ټپیان شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت عربي متحده اماراتو سره ژمنه کوي چې دغه پېښه به په جدي توګه وڅېړل شي.

د عربي متحده اماراتو چارواکو ویلي چې دیپلوماتان یې په بشردوستانه ماموریت بوخت وو. د دوبۍ امیر شیخ محمد راشد آل مکتوم ویلي چې د دغې پېښې له پاره هېڅ راز پلمه نه شي جوړېدای، په عربي متحده اماراتو کې په همدې مناسبت درې ورځې ویر اعلان شوی دی.

About Ariana News

Check Also

په پاکستان کې افغان سفير له مولانا سميع الحق سره ولیدل

(Last Updated On: October 23, 2017 4:19 pm) په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمرزاخېلوال خبر …