عاجل خبرونه

د هند او افغانستان ترمنځ سوداګریز هوايي دهلیز پرانیستل شو

افغانستان تېر کال په آسیا زړه کنفرانس کې د هند او افغانستان تر منځ د هوایي دهلیز وړاندیز کړی و، چې دا دی د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۹ د  دوشنبې پر ورځ پرانستل شو.

افغان ولسمشر اشرف غني دا دهلیز د سوداګرۍ او افغان محصولاتو د بازار موندنې لپاره مهم او ګټور پرمختګ وباله.

ولسمشر په ډاګه کړې؛ هر هغه څوک، چې افغانستان ته بحران جوړوي، افغانان همغه بحران ځانته پر فرصت بدلوي. زمونږ موخه داده، چې افغانستان پر یو صادروونکي هېواد بدل او بېوسي یې له منځه یوسو.

په افغانستان کې د هند سفیر من پریت هورا د دغه دهلیز پر پرانسته خوښي وښوده او د نورو ژمنو ډاډ یې هم څرګند کړه.

هغه وویل: مونږ بیا هم ژمنه کوو، چې خپلې همکارۍ به روانې ساتو او غواړو دا نوې پیل شوې اړیکې پر یو منظم سوداګریز بازار واړوو. د دغه دهلیز له پرانستې سره به یو لړ نوښتونه رامنځته شي او ویاړو، چې مونږ له تاسې سره یو.

له هند سره زمونږ د سوداګرۍ کچه۵۰۰ میلیون دالرو ته رسیږي او دواړه هېوادونه د دغې کچې لوړولو ته ژمن يو.

د هند او افغانستان تر منځ د هوایي دهلیز مسوول صدیق الله مجددي وایي، نن له کابل څخه د ۶۰ ټنو په کچه او د ۶ میلیون دالرو پر ارزښت د نباتي محصولاتو لومړنۍ سوداګریزه الوتنه تر سره شوه او بیا په بله ورځ له کندهار ولایت څخه د ۴۰ ټنو په کچه او د دوه میلیون دالرو پر ارزښت وچه میوه به هند ته ولیږدول شي.  

د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس خانجان الکوزی وایي، چې د افغانستان ستره ستونزه د سوداګریزو توکو لیږ د رالیږد دی او هیله من یو، چې دا ستونزې مو حل شي.

له هند سره د افغانستان د میوو او تولیداتو  لیږد به د کارپوهانو په وینا د پاکستان هغه اقتصادي محاصره ماته کړي، چې دا هېواد ورسره مخ و.  

About Ariana News

Check Also

افغان نولس کلنو کرکت لوبډلې د راروان کال نړیوال جام ته لار ومونده

افغان نولس کلنو کرکت ملي لوبډلې نړیوال جام ته د لار موندنې سیالیو په لړ …