عاجل خبرونه

د قطر دفتر تر ډېره د ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅه کوي

(Last Updated On: October 05, 2017 1:54 pm)

په دوحه کې د طالبانو د دفتر تړلو لپاره د امریکا غوښتنه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې او د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې په دې اړه به ژر پرېکړه وشي؛ خو په حکومت کې کره سرچینو په ډاګه کړې، چې د طالبانو د قطر دفتر تر ډېره د ترهګریزو فعالیتونو پر پراختیا تمرکز لري.

 حکومتي کره سرچینو دا هم ویلي، چې دغه دفتر د سولې خبرو لپاره مناسب ځای نه دی او له همدې کبله د سولې لپاره شویو هڅو پایله نه ده ورکړې.

په همدې حال کې کارپوهان وایی، که په دوحه کې د طالبانو دفتر وتړل شي،  طالبان به خپلواکي له لاسه ورکړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وایي، په قطر کې د طالبانو دفتر د امریکا په مصلحت جوړ شوی او که دغه هېواد وغواړي دغه دفتر تړلی شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې کیدی شي دغه دفتر افغانستان ته دننه راولیږدول شي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی په دې باور دی، چې د قطر دفتر تړل به مذاکراتو ته زیان ورسوي؛ جګړه به وهڅوي، طالبان به خپله خپلواکي له لاسه ورکړي او پاکستان ته به یې اړ کړي.

مخکې له دې امریکا طالبان ترهګره ډله بللې وه او ټینګار یې کړی و، چې په قطر کې د طالبانو دفتر د سولې خبرو ته زمینه نه ده برابره کړې او د دې دفتر تړلو لپاره به پرېکړه وشي.

About Ariana News

Check Also

طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې

(Last Updated On: October 17, 2017 6:14 pm)چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فراه ولايت …