عاجل خبرونه

د بیت المقدس په رسمیت پېژندنه د سولې مخنیوی کوي

(Last Updated On: December 07, 2017 5:49 pm)

څو ورځې د خبرونو سرټکی دا مساله وه، چې امریکا غواړي بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. د امریکا ولسمشر ترمپ باالاخره دا ګام پورته کړ؛ د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی، چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږد چارې پیل کړي دي.

په افغانستان کې د دې پرېکړې پر خلاف غږونه پورته شوي؛ ولسمشر محمد اشرف غني د ترمپ له خوا قدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو پرېکړه د ټولو مسلمانانو د احساساتو زیانمیدو او د منځني ختیځ د سولې د بهیر ټکني کیدو لامل بللی.

ولسمشرۍ د یو خپلواک دولت په توګه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د خوندي کولو غوښتنه کړې او ټینګار کوي؛ بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه، چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو متلونوسازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس هم د ترمپ دا پرېکړه د فلسطیني ولس د راتلونکي حکومت جوړیدو د هیلې له منځه وړل بللې او وایي؛ مونږ خپل دریځ روښانه کړ، چې افغانستان له دې پرېکړې سره خوښ پاتې کیدی نشي او بیت المقدس د مسلمانانو د لومړنۍ پلازمېنې په توګه له نړیوالې سولې سره تړاو لري.

د حراست او ثبات شورا رییس عبدرب رسول سیاف ویلي، د بیت المقدس په اړه د ترمپ پرېکړه نه تر سره کیدونکې تېروتنه ده.    

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار  ویلي؛ زه د خپلو خلکو د استازي په توګه ترمپ ته په ډاګه کوم، چې پخپلې پرېکړې دې بیا کتنه وکړي.            

د حزب اسلامي غړی کریم امین وایي، د ترمپ پرېکړه نه منونکې ده او که بېرته وانخستل شي نړیوالې ستونزې به رامنځته کړي.                           

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د تمپ پرېکړه په منځني ختیځ کې د نورو نارامیو د ډېرېدو لامل ګرزېدای شي.

د اسلامي نړۍ هېوادونو مشرانو او نړیوالې ټولنې هم پر دې پرېکړې غبرګونونه ښکاره کړي دي.

د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس ویلي، چې د ترمپ دا پرېکړه ښیي، چې دې هېواد د سولې په خبرو کې د منځګړي رول پریښی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې بیت المقدس سره کرښه ده.

د مصر ولسمشر هم ویلي، چې دا ګام په سیمه کې حالات پیچلي کوي.

عربي ټولنې هم دا خطرناک ګام بللی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا په څرګنده نړیوال پرېکړه لیکونه نقض کړي دي.

پر ۵۷ اسلامي هېوادونو سربېره څو ارمني هېوادونو هم د ترمپ پر پرېکړه نیوکه کړې او وایي، چې اورشلیم دې د فلسطین او اسرائیلو  منځ تر د سولې پولې په توګه باید رسمي بڼه ومومي.

 

 

About Ariana News

Check Also

د کاپي رایت قانون نه رعایت ننګونې را ولاړې کړي

(Last Updated On: December 12, 2017 5:41 pm) د خپرندویو ټولنو لخوا د کاپي رایت …