عاجل خبرونه

دیارلس سوه پېنځه نویم کال افغانستان ته خونړی و

vlcsnap-2017-03-20-19h21m31s150

د افغانستان د جګړې په تاریخ کې کابو درې سوه پېنځه شپته ورځې نورې هم ور زیاتې شوې؛ ښايي تفاوت یې دا وي، چې د جګړې د تاریخ دا کرښې له پخوانیو هغو ډېرې سرې وي.

په ۱۳۹۵ ل کال کې افغان او نړیوال ځواکونه له شل وسلوالو سخت دریځو ډلو سره په جګړه کې ښکېل ول.

افغان حکومت د شفق او شفق دوه په نوم عملیات پیل کړل او وسلوالو طالبانو په عمري عملیاتو جګړه روانه وساتله.

د طالبانو په دې کال کې پر څو ولسوالیو سربېره د شپږ ولایتونو نیول، له پاکستان څخه د پوځي شوراګانو را لیږدول او په څو ولایتونو کې د پوځي مرکزونو جوړول خپلې موخې ټاکلې وې.

که څه هم وسلوال طالبان دغو موخو ته په رسیدو کې پاتې راغلل؛ خو په ۱۳۹۵ ل کال کې وسلوالو طالبانو د کندز ښار بیا ونیو، د لښکرګاه، فراه، ترینکوټ مرکزونو ته یې ځانونه ورسول، شپږ ولسوالۍ د طالبانو او دولت تر منځ لاس په لاس شوې او لس ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو سره په بشپړه توګه پاتې شوې.

په پېنځه نویم کال کې د هېواد څلیریشت ولایتونه له لوړو او نسبي امنیتي ګواښونو سره مخ شول، چې اوس د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو سربېره سل ولسوالۍ له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

رپوتونه وايي، چې په پېنځه نوییم کال کې د حکومت د واک فیصدي له اویا څخه  اووه پنځوس ته را ټیټه شوې ده.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې دوه پردیو هېوادونو(امریکا او پاکستان ) ته وژل کیږو او بې عزته کیږو.  

د وسلوالو مخالفینو او سخت دریځو د ۲۳۰۰۷ خوځښتونو د ځپلو لپاره یې ۳۵۳۹۹ هوايي، ځمکني او د ملاتړ عملیات کړي دي.

په دې عملیاتو کې ۳۹۰۰ پولیسو مدیریت کړي دي.

له ۱۰۰۰۰ زره ډېر سخت دریځي وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې د وسلوالو طالبانو څلور سوه قومندانان، والیان هم وژل شوي دي.

په جګړو کې زرګونه افغان سرتېري هم وژل شوي دي او نور هم ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، چې د وړم کال په  پرتله په پېنځه نوییم کال کې د افغان سرتېرو تلفات درې په سلو کې کم ول.

دغه راز وسلوالو طالبانو او داعش د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې خونړي ځانمرګي بریدونه وکړل، چې تر ټولو خطرناک او پېچلي بریدونه پر سردار محمد داوود خان روغتون، د سترې محکمې پر مامورینو، د کندهار پر میلمستون او د روشنايۍ پر غورځنګ ځانمرګي بریدونه ول.

په دغو ځانمرګو بریدونو کې ۱۵۵۶ کسان وژل شوي او ۳۹۶۱ ټپیان دي.

په دیارلس پېنځه نوییم کال کې ۳۴۹۸ کسان وژل شوي او ۷۹۲۰ کسان تپیان دي.

په وژل شويو او ټپیانو کې ۳۵۱۲ ماشومان هم شته دي.

د ولسمشرۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وایي؛ داعش، چې پاکستان یې پر ملاتړ تورنیږي، د افغانستان له ننګرهار ولایت څخه یې فعالیت پیل کړاو اوس یې په کونړ، نورستان، زابل، کندوز او سرپل ولایتونو کې هم د فعالیت نښې څرګندې شوې دي.

د دولت د ژمنې پر خلاف داعش په پېنځه نوییم کال کې مات نه شو؛ خو تلفات یې زیات ول؛۲۵۷۰ کسان یې وژل شوي او ۶۰۶ نور ټپیان دي.

حافظ سعید، چې د خراسان لپاره یې د داعش مشرې کوله ووژل شو او سعد امارتي، چې د دغې ډلې پوځي قومندان و، هم له منځه یوړل شو.

وروستي رپوتونه ښيي؛ القاعده، چې په افغانستان کې ډېره کمزورې شوې وه، یو ځل بیا د وسلوالو طالبانو پر ملاتړ سر را پورته کړ.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، چې وسلوالو مخالفینو ونه کړای شول یو شمې ولایتونه ونیسي او یا یې وساتي.  

په پېنځه نوییم کال کې د لومړي ځل لپاره روسیې او ایران له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ونیولې، ان تر دې، چې د جګړې په کرښو کې د ایراني جنرالانو د حضور رپوتونه ورکړشول.

له دې ټولو سره سره نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې ملګرتیا ته داوم ورکړ؛ وارسا او بروکسل هغه دوه لویې نړیوالې غونډې وې، چې له افغانستان سره د میلیاردونو دالرو د مرستو ډاډ وښود او دا مرستې به تر دوه زره شل میلادي کال پورې له افغانستان سره روانې وي.

افغانستان او پاکستان هم په خپلو کې سره په جګړه کښیوتل او د ديورند پولې په اوږدو کې دواړو لوریو پر یو بل د درندو وسلو ګوزارونه وکړل، چې دواړو لوریو ته مرګ و ژوبله هم واوښته. پاکستان اوس هم پر افغان خاوره بریدونو ته دوام ورکړی، چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، په ټول افغانستان کې یوازې نهه ولسوالۍ له مخالفینو سره پاتې شوې.

په ټوله کې په افغان امنیتي بنسټونو نیوکه کیږي، چې د جګړې د مدیریت لپاره مناسب پلانونه نلري؛ نو، ځکه جګړه اوږده او خونړۍ شوه. په دې وروستیو کې ولسي جرګې یو ځل بیا د امینتي چارواکو د استیضاح پرېکړه وکړه؛ خو چارواکي یې غونډې ته حاضر نشول.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې څرګنده لاسوهنه کوي

حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې څرګنده لاسوهنه کوي او دې کار د …