عاجل خبرونه

دوستم ژر کابل ته را ستنیږي

(Last Updated On: November 14, 2017 6:10 pm)

جنرال عبدالرشید دوستم د روانې لړم میاشتې تر پایه کابل ته بېرته راستنېږي. د جنرال دوستن ویاند وایی، د نوموړي روغتیایی حالت ښه شوی او هېواد ته یې د بېرته ستنېدو په لار کې هیڅ خنډ نشته.

سرچینه وایی، دوستم به هېواد ته په را رسېدو سره د هغه څه په وړاندې کلکه مبارزه پیل کړي چې ارګ کې د واک انحصار ګڼل کیږي. د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي بیا له حکومت غواړي چې له ترکیې څخه تر بېرته را ستنېدو وروسته دوستم محکمې ته را وکاږي.

شپږ میاشتې مخکې جنرال دوستم د احمد ایشچي تر ادعاو وروسته ترکیې ته ولاړ. د جنرال  اړیکې له ولسمشرۍ سره هم ښې نه دي؛ خو اوس یې ویاند وایی چې د ولسمشر لومړی مرستیال به د روانې میاشتې تر پایه بېرته هېواد ته را ستون شي.

بشیر احمد ته ینج د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند وایي: (موږ خوښ یو چې جنرال صاحب دوستم به د روانې میاشتې تر پای کابل ته راستون شي او د واک د عادلانه ویش دپاره خپله مبارزه ادامه ورکړو.)

دوستم به کابل کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ایتلاف شورا موجودیت هم اعلام کړي. بلخوا حقوق پوهان وایی چې هېواد ته د بېرته را ستنېدو په لار کې دوستم له هیڅ راز خنډ سره نه دی مخ.

عبدالسبحان مصباح د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال وایي: (تر اوسه یوازی یو تور پر ښاغلي دوستم لګېدلی چې دا د نوموړي د راتګ مانع کابل ته نه شي ګڼل کېدای.)

خو بل خوا احمد ایشچي چا چې په جنرال دوستم او ساتونکو یې د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي تور پورې کړی، وایی، جنرال باید محکمې ته وکاږل شي.

احمد ایشچي د جوزجان پخوانی والي(زه هیله دا ده چې هرومرو باید دوسیه وڅېړل شي که نه نو زه به نړیوالې محکمې ته مخه کړم.)

د یادولو وړ ده چې څه موده مخکې کابل کې یوې محکمې د جنرال دوستم اووه ساتونکي په بند محکوم کړل؛ خو احمد ایشچي باوري دی چې تر هغو به عدالت تامین نه شي څو چې جنرال دوستم محکمه نه شي.

About Ariana News

Check Also

په افغانستان کې 63% کې ښځې تذکرې یا پیژند پاڼې نه لري

(Last Updated On: November 22, 2017 7:00 pm)ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې درې …