انګیلا میرکل دونلد ترمپ ته د افغانستان ماموریت او د آلمان شتون مهم ښودلی

(Last Updated On: March 18, 2017 3:07 pm)

merkel trump

د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ او د آلمان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل پرون په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان ماموریت او د آلمان شتون مهم ښودلی دی.

دواړو مشرانو د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال همداراز پر یو شمېر نورو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو او سوداگرۍ خبرې کړې دي.

ترمپ د آلمان له لومړۍ وزیرې سره د لومړنیو خبرو پر مهال له انګیلا میرکل څخه د مننې ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموریت د ستاینې وړ او مهم دی.

ترامپ په افغانستان کې د آلمان د ۵۰ سرتېو له قربانیو مننه کړې او ویلي یې دي، چې په دې هېواد کې یې درنه بیه پرې کړې او مونږ ته د ویاړ او درناوي وړ ده.

د آلمان لومړۍ وزیرې هم په دې خبري ناسته کې په ډاګه کړې، چې د امریکا له ولسمشر سره په افغانستان کې د خپلو نظامیانو پر حضور غږیدلې ده.

هغې زیاته کړې؛ هغه څه، چې مونږ ته مهمه وه نننۍ خبرې وې او ومو کولی شول، چې د افغانستان په اړه وغږیږم. زه ډېره خوشاله یم، چې امریکا په افغانستان کې د ماموریت غزولو ته ژمنه ده او مونږ دواړه په دې هېواد کې له ترهګرو سره جنګیږو.

نوموړې زیاته کړې، چې آلمان به له افغانستان سره خپله همکاري ګړندۍ کوي او په دې هېواد کې به خپلې هر اړخیزې هڅې روانې ساتي؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دوی ویلي، امریکا او آلمان به د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې یو د بل له رول پياوړي کولو سره مرسته وکړي.

د جرمني لومړۍ وزیرې تېره ورځ امریکا ته سفر کړی او د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا هم له امریکايي چارواکو سره غږېدلې ده.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر د جمعې په ورځ( د کب۲۷) په روسیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د سیاسي اړیکو د پراختیا، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر ګډې ستراتیژۍ او د ګټورو سیمه ییزو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

له دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندانانو له امریکا غوښتي، چې افغانستان ته د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره نور عسکر هم ولیږي؛ امریکايي سناتورانو هم په دې اړه ځينې طرحې چمتو کړي، چې د افغانستان لپاره ګټورې دي؛ خو دونلد ترمپ اوس هم په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

خبریال: فهیم نوري

About Ariana News

Check Also

په عزنې کې طالبانو پر عشر او ذکات نه ورکوونکیو لویې لارې تړلي

(Last Updated On: December 12, 2017 2:56 pm) د غزني ولایتي شورا غړي وایي، د …