عاجل خبرونه

امنیتي ځواکونو د هلمند ناوه ولسوالي ونیوله

(Last Updated On: July 17, 2017 12:23 pm)

د  ملی دفاع وزارت ویاند وايي، دا ولسوالی نن سهار له وسلوالو پاکه شوې ده.

جنرال دولت وزیری زیاتوي، په دې موخه له تېرو دوه ورځو را په دیخوا له دوه لوریو ګډ عملیات روان ول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې ۵۴ وسلوال وژل شوي ۶ ټپیان او یو تن ژوندی نیول شوی دی.

سیمه ییزو امنیتي چارواکو هم رسنیو ته ویلي؛ په دې عملیاتو کې، چې د امریکايي الوتکو ملاتړ ورسره وو د ناوې ولسوالۍ نیول ورته آسانه شول.

جنرال ولي محمد رسنیو ته زیاته کړې، چې د ناوې ولسوالۍ مرکز نیول شوی او په شاوخوا سیمو کې يې د طالبانو له لوري خښ شوي ماینونه شنډ کړي دي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې تېره شپه امریکايي الوتکو په ولسوالي کې دننه ۳ مهم مرکزونه پر نښه کړي او له شل  ډېر طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه ولسوالي د هلمند مرکز لښکرګاه ته نږدې پرته ده، چې له تېر کال راهیسي د طالبانو په لاس کې وه.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

نړیوال بانک: روان کال کې به افغانستان 2.6٪ اقتصادي وده ولري

(Last Updated On: November 22, 2017 7:52 pm)د سوداګرۍ خونې د نړیوال بانک  له وروستي …