امریکايي ځواکونه به لس کاله نور هم په افغانستان کې پاتې وي- باب کراکر

(Last Updated On: October 02, 2017 6:07 pm)

د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر ویلي، چې امریکايي ځواکونه به لږ تر لږه لس کاله نور هم په افغانستان کې پاتې شي.

باب کراکر ان بي سي تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ اوس هم شته، د افغانستان ټول اقتصاد  د افغان پوځ  لګښت نشي پوره کولی؛ نو کیدای شي امریکايي ځواکونه یې مرستې ته یوه لسیزه بله هم پاتې شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شتوالی د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره ګټور دی؛ خو د افغانستان امنیتي ستونزې به له یوې لسیزې په کمه موده کې حل شي.

په پام کې ده، چې امریکا افغانستان ته درې زره نور سرتیري را ولیږي. د سرتېرو د زیاتولو پرېکړه د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د ستراتیژۍ له اعلان وروسته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي ځواکونه د جګړې نوې ستراتیژۍ پلې کوي او د ځواکونو شمېر یې هم له حالاتو سره تړلی دی.

ټاکل شوې، چې په افغانستان کې به له څه نا څه ۱۱ زره امریکایي ځواکونو سره څه باندې ۳ زره نور سرتېري هم یوځای شي.  

About Ariana News

Check Also

په پاکستان کې افغان سفير له مولانا سميع الحق سره ولیدل

(Last Updated On: October 23, 2017 4:19 pm) په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمرزاخېلوال خبر …