افغان لوبغاړیو پاکستان ته د ۵ ویکتو په توپیر ماته ورکړه

(Last Updated On: January 13, 2018 1:52 pm)

د افغانستان ۱۹ کلونو ځوانانو کرکت لوبډلې په نیوزیلند د کرکت نړیوال جام لوبو په پیل کې د پاکستان لوبغاړیو ته د ۵ ویکتو په توپیر ماته ورکړه.

لوبه د پاکستان لوبغاړيو پیل کړه؛ خو په اته څلوېښتم اوور کي یې ټول لوبغاړي د یو سل و اته اتیا منډو په جوړیدو وسوځیدل.

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکت په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلې برخه لري.

د افغانستان کرکت بورد په فیسبوک پاڼه کې د دې ادارې د مشرتابه له خوا د پاکستان پروړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې بری تاریخي بللی او افغان ولس ته یې مبارکي ور کړې ده.

د افغانستان ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله پر تویتر مبارکي وړاندې کړې او لوبغاړي یې اتلان نومولي دي.

افغانستان به په دې پړاو کې له سریلانکا او ایرلنډ لوبډلو سره هم لوبې وکړي.

About Ariana News

Check Also

عمران خان د لومړي وزارت لوړه ترسره کړه

(Last Updated On: August 18, 2018 4:32 pm) د ايس سي پي ار ډي د …