عاجل خبرونه

افغان اماتور احمد یاسین سالک قادري د بدني ښکلا نړیوال اتل شو

(Last Updated On: October 08, 2017 3:15 pm)

افغان اماتور احمد یاسین سالک قادري له۹۰ کیلو ګرام څخه پر ډېر وزن وکولی شول د منګولیا د بدني ښکلا( با‌‌‌‌‌‌ډي بېلډینګ) په نړیوال جام سیالیو کې د سره زرو مدال خپل او لس نورو سیالانو ته په ماته ورکولو د لوبې نړیوال اتل وپېژندل شو.

له دې مخکې یې په نوي کیلو ګرام وزن کې د آسیا سیالان مات کړي وه او د لوبې اتل پېژندل شوی و.

دغه لوبې نن سهار په منګولیا کې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو د ۴۰۰ اتلانو په ګډون تر سره شوې دي.

په دې لوبو کې د منګولیا ۶۴ لوبغاړیو ګډون کړی دی.

څه باندې یوه اونۍ وړاندې په کابل کې د افغانستان د ۲۷ ولایتونو د بدني ښکلا لوبغاړیو ترمنځ سیالۍ وشوې، چې په یاسین سالک او شکرالله هلمندي پایلوبې ته ووتل. په پای کې یاسین سالک بریالی شو، چې د افغانستان د ماستر سپورتس نوم خپل کړي.

دا لوبې څلور ورځې روانې وې او په کې څه نا څه ۳۲۰ لوبغاړیو ګډون کړی و.

په افغانستان کې د بدني ښکلا روزنه او پالنه ډېر خلک خوښوي، چې یوازې په کابل کې یې له سل ډېر پالنځي شته.

About Ariana News

Check Also

د کاپي رایت قانون نه رعایت ننګونې را ولاړې کړي

(Last Updated On: December 12, 2017 5:41 pm) د خپرندویو ټولنو لخوا د کاپي رایت …