عاجل خبرونه

افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار په تورلرگي سیمه کې عملیات کړي

(Last Updated On: June 19, 2017 2:23 pm)

افغان ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ په تورلرگي سیمه کې عملیات کړي.

د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وايي، د عملیاتو پرمهال په سیمه کې له یوه کور څخه پر امنیتي ځواکونو برید شوی، چې په ځوابیه برید کې پېنځه شکمن کسان وژل شوي او پېنځه نور امنیتي ځواکونو له ځان سره ژوندي وړي دي.

هغه زیاتوي، د عملیاتو موخه د وسلوالو طالبانو ځپل ول.

تراوسه څرګنده نه ده، چې وژل شوي او وړل شوي وسلوال طالبان دي او که ملکي وګړي. وسلوالو مخالفینو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د غني خېلو ډېرې سیمې له وسلوالو طالبانو سره دي.

About Ariana News

Check Also

درندو وسلو ته نه لاسرسی د سیمو د سقوط علت ګڼل کیږي

(Last Updated On: August 17, 2017 6:41 pm) په غزني ولایت کې چارواکي وایي، که …