آذربایجان له افغانستان سره د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې همکاري غواړي

(Last Updated On: November 12, 2017 1:59 pm)

د مالیې وزیر آذربجان ته د سفر په لړ کې د هغه هېواد له حکومت غوښتي، چې له افغانستان سره دوه اړخیزه اقتصادي همکاري ولري او آذاربایجان دا ډاډ څرګند کړ، چې له افغانستان سره د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې همکاري غواړي.

د مالیې وزیر آذربایجان ته تللی او د هغه هېواد له حکومت یې غوښتي، چې له افغانسان سره سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي او آذري پانګوالو هم په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

د مالییې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي؛ افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا هڅه کوي او آذري چارواکو او پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښکاره کړې ده.

په وروستیو کلونو کې افغانستان هڅه کړې، چې بهرنۍ پانګه پراخه کړي؛ خو ناامني د دې لارې لوی خنډ یادیږي.

 

About Ariana News

Check Also

هره ورځ 2 سوه ماشومان د سینه بغل له امله صحت طفل ته وړل کېږي

(Last Updated On: November 20, 2017 5:18 pm)د صحت طفل روغتون مسوولین وایی چي په …